هندي رسنۍ د هند د لوړپوړو چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په افغانستان کې موقت حکومت د هېچا په ګټه نه دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنۍ وايي، دغه څرګندونې هندي چارواکو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتنه کې کړې دي.
دغه رسنۍ وايي، هغه مهال چې خلیلزاد د افغان سولې په اړه له هندې چارواکو سره د خبرو لپاره هند ته ورغلی و، هندي چارواکو ورته ویلي و، چې موقت حکومت په افغانستان کې د چا په ګټه نه دی.
هند وايي، دوی په افغانستان کې د سولې له ټولو هغه هڅو ملاتړ کوي، چې پر مټ یې په دغه هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي او د افغان حکومت تېرې لاس ته راوڼې خوندي وي.
هند ټینګار کړی، چې دوی وړاندې هم له افغان سولې ملاتړ کړی او اوس هم له دغه هڅو ملاتړ کوي، خو د سولې په ټولو بحثونو او مذاکراتو کې باید د افغان حکومت مشران شتون ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل