د افغان حکومت اجرائیه رییس:

د افغان سولې لپاره مو د پاکستان قناعت ته حل لار پیدا نه کړه

15 دلو 1397 ساعت 13:59

د افغان حکومت اجرائیه رییس په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییز او نړیوالې اجماع په اړه وايي، په دې برخه کې تر اوسه د پاکستان د قناعت تر لاسه کولو لپاره هېڅ حل لار نه ده موندل شوې.


د افغان حکومت اجرائیه رییس په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ییز او نړیوالې اجماع په اړه وايي، په دې برخه کې تر اوسه د پاکستان د قناعت تر لاسه کولو لپاره هېڅ حل لار نه ده موندل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن دوشنبې د سلواغې ۱۵ مه یې کابل کې د رسنیو له استازو سره خبرې کولې و ویل، چې ځینې هېوادونه په افغانستان کې د یوه مزدو او کمزوري نظام په لټه کې دي.

که څه هم عبدالله د کوم هېواد نوم وانخیست خو اشاره یې پاکستان ته وه، ځکه تر دغه وړاندې نورو افغان چارواکو هم ویلي و، چې پاکستان په افغانستان کې د دوی د خوښې او کمزوری مزدور نظام غواړي.

ښاغلي عبدالله د دغه پوښتنو په ځواب کې چې آیا د سیمې هېوادونه خپلې ګټې په افغان جګړه کې ویني، ایا د نړیوالې ټولنې موخه په افغانستان کې د جګړې دوام دی و ویل«په خواشنۍ سره د سیمې له هېوادونو یو یې غواړي، چې په افغانستان کې یو مزدور او یا هم کمزوری نظام حاکم وي، د دغه ستونزې د حل لپاره موږ هېڅ حل لار پیدا نه کړه، او دا داسې یو شرط دی، چې په هېڅ صورت افغان ولس ته د منلو نه دی.»

د عبدالله په وینا هغه اجماع چې د طالبانو له پرځېدو وروسته د سیمې او نړۍ هېوادونو د افغانستان په اړه درلوده اوس نشته، ځکه اوس د سیمې او نړیوالې ټولنې اوضاع بدله شوې او په دې اړه بېلا بېل دریځونه شتون لري.

نوموړي و ویل، چې په ټول کې د افغان دولت او ټولو هېوادونو په ځانګړې ډول له امریکا او ناټو سره یو تعامل شته، چې پر ځای دی، ځکه تېر کال ناټو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر ژمنو ټینګار وکړ.

دغه راز عبدالله د خپلو خبرو په بله برخه کې هغه آوازو او څرګندونو ته هم اشاره وکړه، چې ځینې کسان غواړي د سولې د خبرو په پلمه موقت حکومت رامنځ ته او ځان بیا واک ته ورسوي.

هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي و ویل«د موقت حکومت رامنځ ته کول هغه هڅې دي، چې ځینې وخت د لویې جرګې د مطرح کولو له لارې وړاندې کېږي او فکر کوي، که چېرې موقت حکومت رامنځ ته شي، نو د حکومت سر به همغه د پخواني حکومت سر وي، خو فکر کوم چې د افغانستان خلک اوس د پخوا په پرتله زیات وېښ او بیداره شوي او نه غواړي، چې وهل شوی واټن یو ځل بیا له سره ګز پل کړي.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې په خواشنۍ سره د موقت حکومت رامنځ ته کېدو په اړه د افغان حکومت نه غبرګون څخه داسې انګېزنه کېږي، چې د شخصي موقف لپاره د سولې مخالفت کوي.

ښاغلي عبدالله و ویل، چې له سولې پرته بل هېڅ لومړیتوب نه دی، خو په وینا یې د سولې پروسه په یوه داسې پړاو کې ده، چې د مذاکره کوونکي اړخ د سولې په اړه یو ګام هم نه دی پورته کړی او له افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کوي.

عبدالله و ویل«طالبان چې له سیاسي پاړکي سره هم خبرې کوي، هغوی ته وايي، موږ له تاسو سره د قوم او یا هم د افغانستان د یوې څنډې د استازو په توګه خبرې کوو، خو امارت مو هغه پخوانی امارت نه دی، همدا ځای دي، چې موږ د هېواد د مسوولانو په توګه اړ یو، چې ځینې تدابیر ونیسي.»

د افغان حکومت اجرائیه رییس ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې باید په تدبیر او د افغانستان د راتلونکې سره سم ګام واخستل شي او د تېرو ۱۷ کلونو لاس ته راوړنې ستال د ټولو مسوولیت دی، خو که چېرې څوک هر څه د ځان په محور کې وبولي، ځای به ونه نیسي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 113111

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113111/

جمهور
  https://www.jomhornews.com