د افغانستان لوی څارنوالۍ په کابل کې پر انټرکانټنینټال هوټل د تېر کال په برید کې د لاس لرولو په تور ۲۱ تنه په بند محکوم کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر انټرکانټنینټال هوټل تېر کال وسله وال ډلیز ځانمرګی برید وشو، چې په کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۲۲ تنه و وژل شول.
له دغه برید وروسته ملي امنیت د پېښې د عاملینو لپاره لاس په کار شو او جدي پلټنې یې پیل کړې، چې په ترڅ کې یې یو شمېر کسان ونیول شول.
لویه څارنوالۍ وايي، په نیول شویو کسانو کې ۸ تنه وسله وال طالبان او ۱۳ تنه د کابل – بلخ د امنیتي شرکت کارکوونکي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، دوی توانېدلي، چې د پېښې اصلي طراح وپېژني او هغه هم په یوه ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه نیول شوې ډله ده.
نوموي زیاته کړه، چې په محکوم شویو کسانو کې ۸ وسله والو طالبانو ته له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې بند او دغه راز د کابل – بلخ امنیتي شرکت ۱۳ کارکوونکو ته له دوه تر پنځو کلونو د بند سزا اورول شوې ده.
د رسولي په خبره ۸ تنه طالبان هوټل ته د برید کوونکو د لېږد او د چاوېدونکو توکو د برابرولو په تور په جزا محکوم شول، خو د امنیتي شرکت کارکوونکو ته بیا د وظیفوي غفلت له امله سزا اورول شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل