دې انټرنېشل ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي، چې د پاکستان سوداګریزه توکو په افغانستان کې خپل بازار له لاسه ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ورځپانې زیاته کړې، دا هر څه د افغانستان په برخه کې د پاکستان د سوداګرۍ د ناسمو سیاستونو له امله رامنځ ته شوي دي.
دغه ورځپاڼې ویلي پاکستان په ظاهر وايي، چې افغانستان ته د دوی صادرات ډېر شوي خو حقیقت د دې پر عکس دی او پاکستاني توکو خپل بازار په افغانستان له لاسه ورکړی دی.
ورځپاڼې وړاندې زیاته کړې په ۱۲ کلونو کې پاکستان ته افانستان ته د ۲.۴ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل خو اوس دغه شمېر ۱.۴ میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.
ورځپاڼې ټینګار کړي، چې پاکستان د افغانستان په برخه کې د سوداګرۍ اړوند ناسم سیاستونه غوره کړي او د همدې ناسمو سیاستونو له امله یې په دغه هېواد کې خپل بازار بایللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان مرکزي بانک هم ویلي و، چې افغانستان ته یې د سوداګریزه توکو صداراتو کې کمی راغلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل