۰

د افغانستان سولې په تړاو د مسکو غونډه نن پیلېدونکې ده

سی شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۳
ټاکل شوې په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو د یو شمېر افغان سیاسیون او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ غونډه پیل شي.
د افغانستان سولې په تړاو د مسکو غونډه نن پیلېدونکې ده
ټاکل شوې په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو د یو شمېر افغان سیاسیون او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ غونډه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه به نن سه شنبې د سلواغې ۱۶ مه پیل او تر سبا پورې به دوام ولري، چې دواړه لوري به په کې د سولې پر څرنګوالي خبرې وکړي.

طالبانو پرون په یوه اعلامیه کې د ویل، چې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی لس کسیزه پلاوی به د مسکو په غونده کې ګډون وکړي.

دغه غونډې ته نېږدې ۷۰ تنه افغان سیاسیون هم ورغوښتل شوي، خو د افغان حکومت او سولې عالي شورا استازو ته په کې د ګډون بلنه ده ورکړل شوې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، محمد حنیف اتمر، عطا محمد نور، او یو شمېر نورو سیاسیون وړاندې ویلي و، چې په دغه غونډه کې به ګډون کوي، خو دا چې تر اوسه څومره کسان ورغلي معلومات نشته.

خو پرون دغه غونډې ته نور بلل شوي کسان، چې د حامدکرزي دفتر په رسمي مکتوب د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په نوم استول شوى، په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى په دې ډول دي.

اسماعيل خان، بادشاه خان ځدراڼ، شېرمحمد اخوندزاد، هوا علم نورستانۍ، مدار علي کريمي، حاجي دين محمد، شهزاده مسعود، مولوي قلم الدين، ډاکټر مشاهد، زلمى هېوادمل، حکيم مجاهد، داوود علي نجفي، عبدالکريم خرم، مولوي عبدالسلام ضعيف، انجنير يوسف پښتون،  عبدالجبار تقوا،  ضرار احمد عثماني، رنګين دادفر سپنتا او ډاکتر زلمى رسول شامل دي.  

دغه راز قاضي ګلرحمن، وحيد الله شهراني، سيد طه، حضرت عمر زاخېلوال، سيد فضل الله واحدي، مولوي عبدالسلام عابد،  قطب الدين هلال، ارشاد احمدي، محبوب الرحمن داوودزى، احمدالله عليزى،  محمد زمان مزمل، محمد عزيز هلال، ريحانه ازاد، فوزيه کوفي، وکيل احمد متوکل،  شعيب وکيل احمد، سيد الرحمن حقاني، نظر محمددادمند او وحيد مژده هم د مسکو غوڼدې ته ځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي