۰
روسیه:

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې حتمي دي

سی شنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۵
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډې ته په اشارې ویلي، چې روسیه د افغان ستونزې د بین الافغاني حل په لټه کې ده.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې حتمي دي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډې ته په اشارې ویلي، چې روسیه د افغان ستونزې د بین الافغاني حل په لټه کې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاروف د مسکو غونډه هم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو یو ډول زمینه برابرول په ګوته کړي دي.

نوموړي ټینګار کړي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې حتمي دي او له دې هېڅ تېښته نه شي کېدلی، نو څومره ژر چې کېږي باید ددغه ډول خبرو زمینه برابره شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، ځینې هېوادونه غواړي، چې د افغانستان د ستونزې سیاسي حل او د سولې خبرې په خپل واک کې ولري، خو د دغه په وینا د حل دغه لار ناکامه ده.

لاروف وايي، امریکا د تړلو دروازو تر څټ هڅه کوي له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي په داسې حال کې چې د ستونزې اصلي حل د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې برابرېدلی شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې هلته مسکو کې د افغان سولې په تړاو د یو شمېر افغان سیاسیون او طالبانو د استازو تر منځ دوه ورځنۍ غونډه نن سه شنبې د سلواغې ۱۶ مه پیلېدونکې ده.

دغه غونډې ته افغان سیاسیون وار د مخه رسېدلي، خو تر اوسه دا نه ده معلومات، چې د طالبانو پلاوی رسېدلی که، ولې وړاندې طالبانو ویلي و، چې د عباس ستانکزي په مشرۍ به د دوی ۱۰ کسیزه پلاوی هم په دغه غونده کې ګډون وکړي.

دغه غونډې ته نېږدې ۷۰ تنه افغان سیاسیون هم ورغوښتل شوي، خو د افغان حکومت او سولې عالي شورا استازو ته په کې د ګډون بلنه ده ورکړل شوې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، محمد حنیف اتمر، عطا محمد نور، او یو شمېر نورو سیاسیون وړاندې ویلي و، چې په دغه غونډه کې به ګډون کوي، خو دا چې تر اوسه څومره کسان ورغلي معلومات نشته.

خو پرون دغه غونډې ته نور بلل شوي کسان، چې د حامدکرزي دفتر په رسمي مکتوب د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په نوم استول شوى، په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى په دې ډول دي.

اسماعيل خان، بادشاه خان ځدراڼ، شېرمحمد اخوندزاد، هوا علم نورستانۍ، مدار علي کريمي، حاجي دين محمد، شهزاده مسعود، مولوي قلم الدين، ډاکټر مشاهد، زلمى هېوادمل، حکيم مجاهد، داوود علي نجفي، عبدالکريم خرم، مولوي عبدالسلام ضعيف، انجنير يوسف پښتون،  عبدالجبار تقوا،  ضرار احمد عثماني، رنګين دادفر سپنتا او ډاکتر زلمى رسول شامل دي.  

دغه راز قاضي ګلرحمن، وحيد الله شهراني، سيد طه، حضرت عمر زاخېلوال، سيد فضل الله واحدي، مولوي عبدالسلام عابد،  قطب الدين هلال، ارشاد احمدي، محبوب الرحمن داوودزى، احمدالله عليزى،  محمد زمان مزمل، محمد عزيز هلال، ريحانه ازاد، فوزيه کوفي، وکيل احمد متوکل،  شعيب وکيل احمد، سيد الرحمن حقاني، نظر محمددادمند او وحيد مژده هم د مسکو غوڼدې ته ځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي