تخار کې دوه خبریالان په خپل دفتر کې وژل شوي دي

17 دلو 1397 ساعت 8:28

راپورونه وسله والو کسانو تخار ولایت کې پر یوه راډیو وسله وال برید کړی او د دفتر د ننه یې دوه خبریالان وژلي دي.


راپورونه وسله والو کسانو تخار ولایت کې پر یوه راډیو وسله وال برید کړی او د دفتر د ننه یې دوه خبریالان وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید تېره شپه (سه شنبې د سلواغې ۱۶مه) د همصدا په نوم پر یوه راډیو د تخار ولایت مرکز تلقانو ښار کې شوی دی.

د همصدا راډیو ډایرکټر سمین حسني وايي، د راډیو وړاندې کوونکی او خبریال په راډیو کې و، چې ډزې پرې شوې او وژل شوې دي.

د حسیني په وینا تر اوسه پورې د برید د انګېزې په اړه څه نه شي ویلي.

پولیسو هم د برید پخلی کړی، خو وايي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

باید و ویل شي، چې د ۲۰۱۹ کال له پيل راهیسې تر اوسه پورې درې خبریالان وژل شوي دي.

تېره میاشت هم فراه ولایت کې یو خبریال د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113164

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113164/

جمهور
  https://www.jomhornews.com