افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تلېفوني اړیکه کې پر یو شمېر مسایلو خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ښاغلي غني او ښاغلي پمپیون پرون سه شنبې د سلواغې ۱۶ مه ماښام پر تلېفون خبرې وکړې.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، په دغه خبرو کې پر دوه اړخیزه اړیکو، دوامداره همکاریو، پر افغان سولې او د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو بحث وشو.
د هغه په وینا په دې خبرو تلېفوني خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې تر تلپاتې سولې پورې به د افغانستان او امریکا حکومتونو ترمنځ نظامي اتحاد پر ځای وي.
پمپیو په خپلو خبرو کې ویلي، ابهامات معمولا د ځینو خبرو او اوازو نه پیدا کېږي، خو دا اوازې د عمل ځای نشي نیولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ مناسبات مستحکم دي.
دغه راز پمپیو په افغانستان کې د سولې پروسې په اړه ویلي، چې د امریکا د متحدو ایاتونو دولت د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت تر محوریت لاندې د سولې مذاکراتو ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ټاکلي وخت د افغانستان د جمهوري ریاست د را روانو ټاکنو ملاتړ وکړ.
په دغه تلېفوني اړیکه کې ولسمشرغني له افغانستان سره د امریکا د متحدو ایالتونو مرستې وستایلې او له پمپیو څخه یې مننه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د امریکا د متحدوایالتونو دولت ترمنځ روابط اوږمهاله او مستحکم دي.
جمهورخبري آژانس:کابل