د کندهار د ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو د طالبانو د مرکچي پلاوی عباس ستانکزي هغه څرګندونې وغندلې، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د منحلېدو یې ویلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له امریکا سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر ملا شېر محمد عباس ستانکزي د قطر تر شپږ ورځنیو خبرو وروسته په یوه مرکه کې ویلي و، که سیاسي جوړجاړی وشي، نو باید د افغان پوځ منحل کړای شي، ځکه په وینا یې دا د امریکا له خوا جوړ شوی دی.
د کندهار د ولایتي شورا غړو او قومي مخورو د ستانکزي همدې څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او په کلکه یې غندلې دي.
د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکررېزوال پرون سه شنبې د سلواغې ۱۶ مه په همدې اړه جوړه شوې غونه کې و ویل، چې او د نظام جوړښتونه ټول ملي ارزښتونه دي او هیڅ چا ته پرې د معاملې حق نشته.
نوموړي دغسې څرګندونې د پردیو په اشاره وګڼلې او ویې ویل، د افغانستان خلک اجازه نه ورکوي چې بیا تېر ته ستانه شي او تېرې ترخې تجربې تکرار شي.
د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکررېزوال وايي، اوسنی نظام د زرګونو انسانانو د وینو په قربانۍ راغلی او ټول ولس یې تر شا ولاړ دی.
نوموړي زیاته کړه، ملي اردو د دې هېواد د خلکو له اولادونو جوړه ده او په هر حالت کې به یې تر شا ولاړ وي.
قومي مشر حاجي تورن نېک محمد هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د ملا عباس ستانکزي څرګندونې نه منطقي دي او نه هم د منلو وړ دي.
د هغه په وینا د دې نظام د پایښت لپاره زرګونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د سولې راتګ باید نظام، ملي ارزښتونو او ولس ته زیان و نه رسوي.
قومي مشر جمعه ګل اسحاقزي هم و ویل، چې د خپلو ملي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او کلکه دفاع یې کوي او هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې د افغان ولس په برخلیک او د دوی په ارزښتونو لوبې وکړي.
دغه قومي مشر زیاته کړه، د ملا عباس ستانکزی دغه څرګندونې د یوه مغرض هېواد په اشاره کوي چې له جوړېدو راهیسې یې یوازې له افغان ولس سره دښمني کړې او هغوی یې ارام ته نه دي پرې ایښي.
جمهورخبري آژانس:کندهار