۰
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان:

افغان جګړه به داسې پای ونه مومي چې ترهګرو ته خوندي ځالې په لاس ورکړي

چهارشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۴
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، افغان جګړه ګټونکی نه لري او غوره چې د سیاسي لارو ستونزې حل شي.
افغان جګړه به داسې پای ونه مومي چې ترهګرو ته خوندي ځالې په لاس ورکړي
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، افغان جګړه ګټونکی نه لري او غوره چې د سیاسي لارو ستونزې حل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېلر دغه څرګندونې له سي بي اس تلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې کړې او د افغانستان د ستونزې پر سیاسي حل یې ټینګار کړی دی.

د هغه په باور د افغان جګړې سیاسي حل تر ټولو غوره لار ده، ځکه یو لوری یې هم په جګړه نه شي ګټلی او باید د سولې خبرې وشي.

خو په وینا یې ، افغانستان کې هیڅ یوه جګړه په داسې ډول پای ته نه رسیږي چې ترهګرو ته به خوندي ځالې په لاس ورکړي، بلکې دا خبرې باید افغانانو په مشرۍ د تلپاتې سولې او د دې هېواد د ثبات لپاره وي.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي د سولې په صورت کې د تېرو لاسته راوړنو ساتل اړین دي او باید وستال شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چې  د افغان سولې لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي او که چېرته سوله کې ښکاره پرمختګ وشو نو دوی به په یاد هېواد کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي