۰

د بخښنې نړیوال سازمان تخار کې د خبریالانو د وژلو د څېړنې غوښتنه کړې

پنجشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان سیمه ییز دفتر په تخار ولایت کې د دوه خبریالانو د وژل کېدو په اړه د هر اړخیزه څېړونو غوښتنه کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان تخار کې د خبریالانو د وژلو د څېړنې غوښتنه کړې
په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان سیمه ییز دفتر په تخار ولایت کې د دوه خبریالانو د وژل کېدو په اړه د هر اړخیزه څېړونو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوه ورځې وړاندې د تخار ولایت په مرکز تلقانو ښار کې د همصدا په نوم په یوه راډیو وسله وال برید وشو.

د راډیو د مسوولینو پر وینا وسله وال د راډیو دفتر ته ننوتي و، او یو وړاندې کوونکی او یو خبریال یې په ډزو وژلي او له سیمې تښتېدلي دي.

د راډیو مسوولین او پولیس وايي، تر اوسه د دغه برید انګېزه نه ده معلومه.

په افغانستان کې د بخښني نړیوال سازمان سیمه ییز دفتر په تخار ولایت کې د دوو خبریالانو وژل کېدل غندلي دي او په دې  اړه یې، د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان د افغانستان د پلټنې د څانګې مسوول زمان سلطاني‌ ویلي چې افغان حکومت باید د ژورنالستانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي