نړیوال بانک له مالیې وزارت سره ۳۲۵ میلیونه ډالر مرسته کوي

18 دلو 1397 ساعت 8:36

نړیوال بانک د افغانستان له مالیې وزارت سره د ۳۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې ژمه کړې او تړون یې لاسلیک کړی دی.


نړیوال بانک د افغانستان له مالیې وزارت سره د ۳۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستې ژمه کړې او تړون یې لاسلیک کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت وایي دغه مرستې به په درییو برخو کې د اقتصادي پیاوړتیا، د خدمتونو وړاندې کول او په ادارو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه ولګول شي.

د دغه مرستې هوکړه لیک پرون د مالیې وزارت د سرپرست همایون قیومي او د نړیوال بانک د مسوولینو تر منځ لاسلیک شو.

د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي وايي،  له نړیوال بانک سره د هوکړې پر اساس به په اقتصادي چارو کې پراخ بدلونونه رامنځته شي.

په ورته وخت کې نړیوال بانک ټینګار کوي چې دغه مرسته به د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کاري زمینې په برابرولو کې ګټوره تمامه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113214

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113214/

جمهور
  https://www.jomhornews.com