پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بله مخکښه غړې نیولې

18 دلو 1397 ساعت 8:53

راپورونه وايي، د پاکستاني پولیسو له خوا د پښتون ژوغورنې د غورځنګ د یوه مخکښ غړي ارمان لوڼي تر وژل کېدو وروسته د دغه غورځنګ یوه بله مخکښه غړي ګلالۍ اسماعیل نیولې ده.


راپورونه وايي، د پاکستاني پولیسو له خوا د پښتون ژوغورنې د غورځنګ د یوه مخکښ غړي ارمان لوڼي تر وژل کېدو وروسته د دغه غورځنګ یوه بله مخکښه غړي ګلالۍ اسماعیل نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ګلالۍ اسماعیل پلار محمد اسماعیل ویلي، چې لور یې د اسلام آباد اباد پریس کلپ مخې ته د دغه غورځنګ له نورو غړو سره د ارمان لوڼي د وژلو پر ضد احتجاج کاوه، چې نیول شوې ده.

پاکستاني پولیسو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په تېرو څو ورځو کې یې لسګونه غړي د پاکستاني پولیسو لخوا نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان پاکستان خبرداری ورکړی، چې  ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي خوشي کړي.

د بښنې نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې راغلي د پښتونژغورنې غورځنګ په سوله ییزه توګه له پاکستاني حکومت د خپلو حقوقو او همدا راز د پښتنو پر وړاندې د روان تبعیض د له منځه وړلو غوښتنه کوي نو ځکه پاکستاني حکومت ته په کار ده چې له دوی سره له تاوترخوالي کار وا نه خلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه غورځنګ ټولو مدني او نړیوالو قوانینو ته په کتو ګامونه اوچتوي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

یاد سازمان پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې ژر تر ژره دې د پښتونژغورنې غورځنګ نیول شوي غړي ازاد کړي او همدا راز د ارمان لوڼي د وژل کېدو پېښه دې و څېړي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، ارمان لوڼی د پاکستاني عسکرو تر شکنجې لاندې سا ورکړې ده او یاد حکومت باید دغه مسئله واضح کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113215

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113215/

جمهور
  https://www.jomhornews.com