۰

افغانستان د چرګانو غوښې د تولید برخه کې بساینې ته رسېدونکی دی

پنجشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۱
د کرنې او مالدراۍ وزارت وايي، افغانستان کې د چرګانو د غوښې تولید خورا ډېر زیات شوی او هېواد یې په دې برخه کې ځان بساینې ته نېږدې کړی دی.
افغانستان د چرګانو غوښې د تولید برخه کې بساینې ته رسېدونکی دی
د کرنې او مالدراۍ وزارت وايي، افغانستان کې د چرګانو د غوښې تولید خورا ډېر زیات شوی او هېواد یې په دې برخه کې ځان بساینې ته نېږدې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا مهال د کابل، مزار، ننګرهار، کندهار او هرات سربېره په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې د چرګانو لوی لوی فارمونه فعال شوي دي.

دغه فارمونه تر ډېره د شخصي پانګوالو او یا هم د کرنې او مالدارۍ وزارت په مرسته جوړ شوي، چې د ورځې په سلګونو ټنه د چرګانو غوښتې او هګۍ تولیدوي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دا مهال په ټول هېواد کې په کلنۍ کچه د چرګانو د غوښتې تولید کابو ۹۴ زره مترک ټنه ته رسېدلی دی.

نوموړی وايي، همدې تولید ته په کتو داسې ښکاري، چې افغانستان کې د چرګانو ساتنې سکتور اوس په خپل پښو درېدو ته نېږدې شوی او تمه ده، چې په نېږدې راتلونکې کې په دغه برخه کې د هېوادوالو اړتیا په مکمل ډول پوره شي.

باید و ویل شي، چې وړاندې تر ډېره برید د چرګانو غوښتې او هګۍ له ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان او ان ځینو نورو لرې هېوادونو څخه ورادېدلې، خو په دې وروستیو کې واردات کم شوي دي.

د دغه وارداتو د کمښت یو تر ټولو ستر لامل خپله په افغانستان کې د چرګانو د فارمونو زیاتوالی او وده او په ځینو وختونو کې د افغان حکومت له خوا د چرګانو د والګي ناروغیو د مخنیوي په موخه پر هغوی بندیزونه لګول دي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي