لغمان: په ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه شوي دي

18 دلو 1397 ساعت 13:58

سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د سلواغې ۱۸ مه د کابل – جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په خیرو خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې.

ترفیک چراواکي وايي، پېښه د دوه موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په خبره په دغه پېښه کې درې ماشومان او درې ځوانان مړه شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې پروايي ښودل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په جوزجان ولایت کې هم په ورته پېښه کې ۷ تنه وژل شوي و، چې شپږ تنه د یوې کورنۍ غړي وو.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 


د مطلب کود: 113232

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113232/

جمهور
  https://www.jomhornews.com