غزني کې د طالبانو يو پوځي مسوول وژل شوی دی

20 دلو 1397 ساعت 8:34

سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د ايتلافي ځواکونو په عملیاتو کې د یوه پوځي مسوول په ګډون ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، غزني ولایت کې د ايتلافي ځواکونو په عملیاتو کې د یوه پوځي مسوول په ګډون ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي، ایتلافي ځواکونو پرون مازیګر (جمعه د سلواغې ۱۹) د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په جمال خېلو کلي کې عملیات کړي.

دی زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د قرباغ ولسوالۍ لپاره د طالبانو پوځي مسوول قوماندان رفیع الله له خپلو پنځو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

خو وسله وال طالبان د غزني د چارواکو دغه خبر رد کړی او ویلي یې دي، چې په دې عملیاتو کې طالبان نه بلکې ملکي وګړي وژل شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي، چې دغه عملیات د جمال خېلو په کلي کې نه بلکې، د نیازو په کلي کې شوي دي.

مجاهد زیاته کړې، چې بې پیلوټه الوتکې په یاده سیمه کې پر یوه کرولا موټر چې ملکي وګړي په کې سپاره و، برید کړی او وژلي یې دي.

بل خوا طالبان وايي، د میدان وردګو ولایت د ځانګړې قطعې قوماندان فیروز خان یې په یوه غلکچي برید کې وژلی دی.

خو د میدان وردګو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 


د مطلب کود: 113254

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113254/

جمهور
  https://www.jomhornews.com