ولسمشر غني د ګرجستان له ولسمشرۍ سره کتلي

20 دلو 1397 ساعت 8:36

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ګرجستان له ولسمشرې سالومه زور ابیشویلي سره چې کابل ته د یوه پلاوی په مشرۍ راغلې وکتل.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ګرجستان له ولسمشرې سالومه زور ابیشویلي سره چې کابل ته د یوه پلاوی په مشرۍ راغلې وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن ابیشویلي پرون جمعه (د سلواغې ۱۰) د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلې او ولسمشر غني په ارګ ماڼې کې ورسره کتلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼې نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزه اړیکو، سولې، ټاکنو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سیمه ییز اتصال او دغه راز د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ګرجستاني سرتېرو پر رول خبرې وکړې.

ښاغلي غني د لاجوردو لار په پرانستو او له دې لارې د سوداګریزه توکو په لېږد او دغه راز د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ګرجستان همکاریو مننه وکړه.

په ورته وخت کې د ګرجستان ولسمشرۍ ښاغلي غني ته له افغانستان سره په هر اړخیزه همکاریو کې ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو تر منځ یې پر افتصادي او سوداګریزې پراختیا ټینګار وکړ.

مېرمن ابیشویلي ولسمشر غني ته د ګرجستان د رسمي سفر بلنه هم ورکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو د پراخیتا په پار ټینګار وکړ، چې یو پلاوی باید سفرونه ولري.

ښاغلي غني هم د ګرجستان د ولسمشرې بلنه منلې او ویلي یې دی، چې په یوه مناسب وخت کې به دغه هېواد ته سفر وکړي.

افغان ولسمشر غني د داړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزه پلاو تګ راتګ ګټور وباله و ویې ویل، چې دا مهال هم افغانستان د اصلاحاتو په برخه کې د ګرجستان له تجربو ګټه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 113255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com