۰

طالبانو په کابل کې د رسمي فتر د غوښتنې راپورونه رد کړل

شنبی ۲۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۵
وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړل، چې ویل شوي و د مسکو غونډه کې د طالب پلاوي مشر عباس ستانکزي په کابل کې د طالبانو د دفتر د پرانستو غوښتنه کړې ده.
طالبانو په کابل کې د رسمي فتر د غوښتنې راپورونه رد کړل
وسله والو طالبانو هغه راپورونه رد کړل، چې ویل شوي و د مسکو غونډه کې د طالب پلاوي مشر عباس ستانکزي په کابل کې د طالبانو د دفتر د پرانستو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې سپوتنیک آژانس د تېرې پنشنبې په ورځ د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شېر محمد عباس ستانکزي له قوله ویلي تر چې په کابل کې د طالبانو لپاره رسمي دفتر نه وي پرانستل شوی، له افغان دولت سره مخامخ خبرې امکان نه لري.

شېر محمد عباس ستانکزي ویلي«د مذاکرې او له افغان دولت سره د اړیکو ټینګولو لپاره اړینه ده، چې کابل کې یو دفتر جوړ شي، دغه دفتر به باید مطبوعاتي او د سولې اړوند مسایل خپاره کړي، د خلکو سوالونو ته د یوه مسوول په توګه ځواب ورکړي او ملي او نړیوال مسایل مطرح کړي.»

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه دا راپور په کلکه رد کړی او ویلي یې دي، چې طالبانو هېڅ داسې غوښتنه نه ده کړې.

مجاهد په ټوېټر لیکلي« ځینو رسنیو آوازه خپره کړې چې ګنې د مسکو په غونډه کې د اسلامي امارت استازو په کابل کې د دفتر پرانستلو غوښتنه کړی او د کابل ادارې سره یې شرط د مذاکراتو بللی. موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، د امارت د استازو لخوا داسې غوښتنه حقیقت نه لري.»

طالبان دا خبره پر داسې مهال ردوي، چې افغان حکومت وايي، د سولې په طرحه کې لا له وړاندې کابل کې طالبانو ته د دفتر د ورکړې موضوع یاده شوې او حکومت اوس هم په خپل دریځ ولاړ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي