هلمند کې د طالبانو استخباراتي مسوول وژل شوی دی

20 دلو 1397 ساعت 9:52

راپورونه وايي، هلمند ولایت کې د طالبانو د استخباراتو یو مسوول د افغان پوځ په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.


راپورونه وايي، هلمند ولایت کې د طالبانو د استخباراتو یو مسوول د افغان پوځ په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د طالبانو دغه وژل شوی استخباراتي مسوول ملا احمد نومېده.

سرچینې وايي، ملا احمد له خپلو دوه ملګرو سره یو ځای په موټر کې له یوې سیمې بلې ته روان و، چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې پر افغان پوځ هوايي برید وکړ.

راپورونه وايي، په دغه برید کې ملا احمد او د هغه دوه ساتونکي ځای پر ځای وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې سیمه ییز چارواکي وايي، پرون د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې هم د طالبانو یو پوځي مسوول د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

خو طالبان وايي، په دغه برید کې طالبان نه بلکې ولسي وګړي وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 113261

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113261/

جمهور
  https://www.jomhornews.com