۰
د سولې عالي شورا رییس:

نړیوال نه باید افغانستان کې د کېدونکو جنایتونو په اړه بې تفاوته پاتې شي

شنبی ۲۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، افغانان هره ورځ د افراطیت او ترهګرۍ قرباني ورکوي او نړیوال نباید د ترهګرو او افراطي ډولو د دغه جنایتونو په اړه بې تفاوته پاتې شي.
نړیوال نه باید افغانستان کې د کېدونکو جنایتونو په اړه بې تفاوته پاتې شي
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، افغانان هره ورځ د افراطیت او ترهګرۍ قرباني ورکوي او نړیوال نباید د ترهګرو او افراطي ډولو د دغه جنایتونو په اړه بې تفاوته پاتې شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلي دغه څرګندونې د سئول د سولې نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال وکړې او ویې ویل، چې نړیوال باید په همغږۍ په افغانستان کې د دغه جنایتو د مخنوي په پار اساسي لارې چارې ولټوي.

نوموړي و ویل په ځانګړي توګه هغه هېوادونه چې جګړې او جنایتونه په کې روان دي، باید په ګډه یو هر اړخیزه سیاسي چوکاټ د ځان لپاره تعریف کړي، چې پر مټ یې وکولای شي، د ګډو ګټو لپاره پرې کار وکړي.

د هغه په وینا د دې لپاره چې تل پاتې سوله په یوه امر بدله شي، اقتصادي او انساني پراختیا رامنځ ته شي، باید زده کړو او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.
 
دی وایي، هغه ستونزې چې نن نړۍ ترې ځورېږي له دین او شریعت څخه توندلارې اخیستنې دي، او همدا دیني، مذهبي او فرقه يي افراط د دې لامل شوی، چې د ادیانو او مذهبونو تر منځ د خبرو اترو زمینه کمزوري کړي، افراطي او ترهګرۍ ډلې ترې ګټه واخلي او د دین او مذهب په نوم وحشیانه جنایتونه تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د همدې ستونزې د له منځه وړلو او مخنیوي لپاره اړینه ده، چې د نړۍ هېوادونه په همغږۍ او همکارۍ داسې پلانونه تر لاس لاندې ونیسي، تر چې د افراطیت ایډیولوژیکې جرړې وچې او له دغه ډولو سیاسي او مالي ملاتړ پرې شي.

هغه و ویل«زموږ هېواد افغانستان یو د افراطیت او ترهګرۍ له قربانیانو دی، موږ هره ورځ په دې برخه کې دومره قربانۍ ورکړې، چې د جنګ په هدفونو کې نه ځاېږي، پر عبادت ځایونو بریدونه، د عبادت پر مهال د خلکو وژل، د روغتونونو او ښوونځیو په بمونو الوزول، په روغتونونو کې پر ناروغانو ناتار ډزې، د ټولګټو بنسټونو نړول، د ماشومانو او ښځو بې رحمه وژل هغه موارد دي، چې په جګړه کې زموږ په هېواد کې تر سره کېږي.»

ښاغلي خلیلي و ویل، افغانان د دې تمه لري، چې نړیوال باید د دغه جنایتونو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي او د دغه ستونزو د حل لپاره جدي او اساسي همغږي ګامونه پورته کړي.

باید و ویل شي، چې د جنوبي کوریا په سئول کې د سولې امنیت او انساني پراختیا تر نوم لاندې د سولې د نړیوال فدراسیون له خوا یو کنفرانس جوړ شوی، چې د یو شمېر هېوادونو مشران او سیاسي څېرې په کې ګډون لري.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي