د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې ۸۰ نویو استازو ته باور لیکونه ورکړل

20 دلو 1397 ساعت 15:26

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسي جرګې ته ۸۰ نویو بریالیو وکیلانو ته د وکالت وثیقه او باور لیکونه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکړل.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسي جرګې ته ۸۰ نویو بریالیو وکیلانو ته د وکالت وثیقه او باور لیکونه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ورکړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کمېسیون څو ورځې وړاندې د بامیان، دایکنډي، نیمروز، زابل، لغمان، سمنګان، اروزګان، جوزجان، پروان، سرپل، کاپیسا، نورستان، کنړ، پنجشېر او څلور نورو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

په دغه مراسمو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد بریالیو نوماندانو ته د مبارکۍ تر څنګ له هغوی غوښتنه وکړه، چې پارلمان ته په تګ سره داسې قوانین تصویب کړي، چې د هېواد او ولس په درد وخوري.

هغه و ویل، چې د ولسي جرګې ټاکنو تر سره کېدا یوه اسانه پروسه نه وه، خو د کمېسیون غړو او کارکوونکو په خپله ټوله وړتیا سره دغه پروسه په موفقانه ډول سر ته ورسوله.

د هغه په وینا که څه د دغه پروسې د ترسره کېدو پر مهال پر کمېسیون او پر مشرتابه یې بې ځایه تورنه ولګول شول او ان د پيسو اخستو تور پرې پورې شو، خو هېچا هم ثابته نه کړه او نه یې هم کوم سند وړاندې کړې، چې کمېسیون دې پیسې خوړلې وي.

د ټاکنو کمېسیون رییس وايي، دا چې یو شمېر کسان بریالي نه شول، نو پر کمېسیون یې د نیوکو او تورنو پورې کولو لړۍ ته دوام ورکړ، تر څو د فشار له لارې ځان هدف ته ورسوي، خو په وینا یې کمېسیون یې پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړ.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 113281

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113281/

جمهور
  https://www.jomhornews.com