حامد کرزی: بیا واک ته رسېدل نه غواړم

21 دلو 1397 ساعت 9:05

پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه اوازې رد کړې، چې ګڼې موقت حکومت او له دې لارې بیا ځان واک ته رسول غواړي.


پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه اوازې رد کړې، چې ګڼې موقت حکومت او له دې لارې بیا ځان واک ته رسول غواړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مسکو کې د افغان سولې په تړاو د افغان سیاسیون او طالب استازو تر منځ ناستې سره سم دا اوازې خورا ګرمې وې، چې ښاغلی کرزی د یو شمېر سیاسیون چې اوس له حکومته لرې دي پر مټ غواړي موقت حکومت رامنځ او ځان بیا واک ته ورسوي.

دغه آوازې وروسته له هغې نورې هم تودې شوې، چې ښاغلي کرزي په وار وار د لویې جرګې د رابللو پر غوښتنه ټینګار کاوه او وايي، د افغانستان د ستونزو یوازینې حل لار بین الافغاني خبرې او د لویې جرګې رابلل دي.

خو ښاغلي کرزي په خپله تازه مرکه کې دغه اوازې رد کړې او ویلي یې دي، چې د مسکو په غونډه کې نه پر موقت حکومت خبرې شوې او نه هم دی غواړي، چې بیا ځان واک ته ورسوي.

د هغه په وینا وروستۍ هلې ځلې یې د واک تر لاسه کولو لپاره نه بلکې غواړي د خلکو تر منځ تفاهم رامنځته کړي او په هېواد کې د سولې او تفاهم لپاره کار وکړي.‌

نوموړي له شمشاد سره په مرکه کې و ویل«زما سره اوس دا نښايي چې بیا واک تر لاسه کړم، بلکې زما اغېز به پر دې کې وي، چې له حکومت څخه لرې وم او د سولې او تفاهم لپاره کار وکړم.»

ښاغلي کرزي د مسکو غونډې په اړه و ویل، چې روسیې دا کار په خپل سر نه بلکې د امریکا په خوښه یې کړی او او داسې ښکاري چې د افغانستان د روغې جوړې په هکله یو تفاهم شوی او کېدونکی دی.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواک کې چې د مسکو په غونډه کې طالبانو د افغانستان د ملي بیرغ د نه ځای پر ځای کولو غوښتنه وکړه و ویل«نه دا کار نه دی شوی، طالبانو د افغانستان ملي بیرغ او اسلامي جمهوریت نوم ته احترام درلود او هېڅ ډول مخالفت یې نه دی کړی.»

پخواني ولسمشر دا هم و ویل، چې ښاغلي غني ته درناوی لري او اوس یې هم ورته لري او هېڅ ډول مخالفت یې نه دی کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113288

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113288/

جمهور
  https://www.jomhornews.com