افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړی

21 دلو 1397 ساعت 12:20

سیمه ییز چارواکي وايي، افغان کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او دغه زندان یې مات کړی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، افغان کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او دغه زندان یې مات کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي دغه عملیات تېره شپه د په واشېر ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال د زندان یو ساتونکی وسله وال وژل شوی او ۷ تنه زندانیان یې ترې راخوشي کړي دي.

د ځواک په خبره له عملیاتو وروسته دغه زندان هم په یوه هوايي برید کې له منځه وړل شوی دی.

د هغه په وینا د طالبانو له زندانه راخوشي شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او طالبانو له حکومت سره د همکارۍ په تور بندیان کړي و.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې د طالبانو یو زندان مات او ۳۸ تنه زندانیان یې ترې راخوشي کړل.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 113292

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113292/

جمهور
  https://www.jomhornews.com