هلمند کې یوه پولیس خپل اته پولیس ملګري وژلي

21 دلو 1397 ساعت 12:32

امنیتي سرچینې وايي، هلمند ولایت کې د وسله والو یو نفوذي پولیس خپل ۸ پولیس ملګري وژلي دي.


امنیتي سرچینې وايي، هلمند ولایت کې د وسله والو یو نفوذي پولیس خپل ۸ پولیس ملګري وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه(د سلواغې ۲۰مه) د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اړوند سر ګودر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، په دغه سیمه کې یو نفوذي پولیس د خپلې پوستې پر ملګرو د ټوپک شپېلۍ رااړولې او ۸ پولیس یې وژلي دي.

په ورته وخت کې راپورونو کې ویل شوي په دغه سیمه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ هم نښته شوې او مرګ ژوبله په کې رامنځ ته شوې، خو کره معلومات یې نشته.

د هلمند د والي ویاند هم د لومړي پېښې پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې په دغه برید کې شپږ پولیس وژل شوي دي.

طالبانو هم ویلي، چې برید د دوی یوه نفوذي کس کړی، ۹ امنیتي سرتېري یې وژلي او وسلې یې ترې وړې دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 


د مطلب کود: 113293

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113293/

جمهور
  https://www.jomhornews.com