کابل کې ۷ تنه د غلا، قتل او اخلاقي فساد په تور نیول شوي

21 دلو 1397 ساعت 13:06

کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو د ځانګړو عملیاتو پر مهال په کابل کې د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور ۷ تنه نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو د ځانګړو عملیاتو پر مهال په کابل کې د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور ۷ تنه نیولي دي.

د جمهور آژانس د یاد وزارت له خوا نن یکشنبې د سلواغې ۲۱ مه په یوه خبرپانه کې ویل شوي، دغه کسان، د کابل ښار په درېیمه او اتمه ناحیه او دغه راز په بګرامیو، ده سبز او قرباغ ولسوالیو کې نیول شوي دي.

سرچینه وايي، نیول شوي کسا په غلاو، قتل او اخلاقي فساد کې لاس درلود، چې د پولیسو له خوا ونیول شول او دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، له دغه کسانو یو عراده موټر، یوه اندازه پيسې او ۹ سيټه موبایلونه هم تر لاسه شوي، چې مالکینو ته یې سپارل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113297

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113297/

جمهور
  https://www.jomhornews.com