لوګر کې کابو ۸ زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

21 دلو 1397 ساعت 13:54

کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو پولیس ځواکونو لوګر ولایت کې کابو ۸ زره کیلوګرامه چاوېدونکي توکي نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، ځانګړو پولیس ځواکونو لوګر ولایت کې کابو ۸ زره کیلوګرامه چاوېدونکي توکي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پرون شنبې د سلواغې ۲۰ مه د لوګر په ارز ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي.

سرچینه زیاتوي، د دغه عملیاتو پر مهال د ازرې ولسوالۍ د ارغک په کلي کې د طالبانو له یوه پتنځای څخه ۷۷۵۰ کیلوګرامه امونیم نایتریت چې په چاودنو کې ترې کار اخستل کېږي، کشف او نیول شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو دوه میله وسلې، دوه لاسي بمونه او د دغه زېرمې د ساتلو په تور یو وسله وال هم نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پولیسو تېره شپه په لوګر ولایت کې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو وړاندې له چاوېدونکو توکو ډک کرولا موتر سره نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 113302

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113302/

جمهور
  https://www.jomhornews.com