خلیلزاد بیا د افغان سولې په تړاو سفر پیل کړ

22 دلو 1397 ساعت 8:04

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ یوه امریکايي پلاوي د افغان سولې په تړاو بیا سفر پیل کړ.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ یوه امریکايي پلاوي د افغان سولې په تړاو بیا سفر پیل کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پلاوی به د افغانستان په ګډون ۶ هېوادونو ته سفر وکړي، تر چې د افغانستان د سولې پروسه پیاوړې کړي او ټولې افغان خواوې د سولې خبرو ته کښېنوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکايي پلاوی دا سفر نن د فبرورۍ له ۱۰ مې پیل او تر ۲۸ مې به دوام وکړي.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې خلیلزاد او ورسره پلاوی به کومو هېوادونو ته سفر وکړي، خو ګومان کېږي، دوی به بلجیم، جرمني، ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان ته ولاړ شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ښاغلي خلیلزاد او ورسره پلاوی به د دغه سفر په لړ کې د افغانستان له حکومت سره سلا مشورې کوي.

امریکايي پلاوی پر داسې مهال یو ځل بیا د افغان سولې په اړه سفر پیلوي، چې وړاندې یې د قطر په شپږ ورځنۍ غونده کې دا پرېکړه کړې وه، چې د فبروۍ په ۲۵ مه به یو ځل بیا له طالب استازو سره په قطر کې جرګه شي.

خلیلزاد تر دغه سفر وړاندې په یوه مرکه کې ویلي، چې د دوی هڅه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل نه بلکې په افغانستان کې د سولې په لټه کې دي.

هغه دا هم زیاته کړې وه، چې امریکا هڅه کوي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې یوې هوکړې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113319

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com