وسله وال طالبان وایي، سولې ته د رسېدو په صورت کې په افغانستان کې د داسې نظام غوښتونکي دي، چې ټول قومونه په کې ځان و ویني.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي دغه ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبان به د سولې په صورت کې حکومت ته له رسېدو سره سم پاکستان هم ورور هېواد وپېژني.
ورځپاڼه د مجاهد له قوله وايي، طالبان به له پاکستان سره د نورو ګاونډیو هېوادونو په شان په دوه اړخیز درناوي ولاړې اړیکې ورغوي.
مجاهد ورځپاڼې ته ویلي مجاهدینو هم د شوري د یرغل پر مهال له پاکستان سره ښې اړیکې درلودې او د دوی لپاره پاکستان تر ټولو امن ځای و نو په وینا یې دا هېواد د افغانانو دوهم کور دی او طالبان هم ورته په همدې سترګه ګوري.
هغه ویلي، چې طالبانو څو ځلې امریکا ته د خبرو وړاندیز کړی و، خو هر ځل امریکا رد کړ تر دې چې اوس امریکا خپله خبرو ته راغلې او خبرې یې پیل کړې دي.
طالب ویاند ویلي دوی د هېچا په خوښه جګړه نه کوي، بلکې د روانې جګړې موخه یې په افغانستان کې امریکايي یرغل ته د پای ټکی اېښودل دي.
مجاهد وايي، که څه هم د سولې په صورت کې د واک د وېش په اړه څه ویل له وخت وړاندې دي، خو په وینا یې طالبان د داسې نظام پلوي دي، چې د ټولو قومونو انډول په کې مراعات شوی وي.
جمهورخبري آژانس:کابل