۰

حامد کرزي کابل کې د امریکا له سفیر سره پر افغان سوله خبرې کړې

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۹
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د امریکا سره سفیر جان باس سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.
حامد کرزي کابل کې د امریکا له سفیر سره پر افغان سوله خبرې کړې
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د امریکا سره سفیر جان باس سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي کرزي دفتر وايي، نوموړي پرون یکشنبې د سلواغې ۲۱ مه په خپل دفتر کې له امریکايي سفیر سره وکتل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دواړو لورو پر افغان سوله په ځانګړي ډول د سولې په برخه کې پر بین الاافغاني خبرو بحث وکړ.

په دغه ناسته کې د مسکو د غونډې په اړه هم خبرې شوې او ښاغلي کرزي د افغان سولې په تړاو د مسکو کنفرانس بریالی او له جوړېدو یې خوښي څرګنده کړه.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې هیله ښودلې، چې د تل پاتې سولې لپاره د بین الاافغاني مذاکراتو لړۍ همداسې دوام ومومي خو ټینګار یې پر دې و، چې د ټول شموله بین الاافغاني مذاکراتو د ګړندي او پیاوړي کولو لپاره د نړۍ د سترو هېوادونو همکاري اړینه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي