تخار کې د وسله والو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي

22 دلو 1397 ساعت 9:25

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تخار ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تخار ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې د پامیر ۲۰ فرقې د پلې لوا قوماندان ډګروال عبدالجمیل مسافر زیاتوي، چې دغه عملیات پرون یکشنبې د سلواغې ۲۱ مه د تخار ولایت په ناامنه سیمو کې پیل شوي او د وسله والو تر مکمل ځپلو پورې به دوام ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې عملیات په مشخص ډول د تخار په خواجه غار، دشت قلعه، ینګي قلعه او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې پیل شوي دي.

ډګروال مسافر وايي، د عملیاتو له پیل راهیسې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او  ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 
 


د مطلب کود: 113327

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113327/

جمهور
  https://www.jomhornews.com