د کابل استخباراتي پولیسو یو تن د رشوت اخیستو په تور نیولی

22 دلو 1397 ساعت 10:59

کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل استخباراتي پولیسو د نفوس د ثبت احوال ادارې یو کارکوونکی د رشوت اخستو په تور نیولي دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل استخباراتي پولیسو د نفوس د ثبت احوال ادارې یو کارکوونکی د رشوت اخستو په تور نیولي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کس غوښتل پنځه جلده پېژندپاڼې، چې اخستونکي یې نه و، د ۱۲۵۰ امریکايي ډالرو په بدل کې یو کس ته ورکړي، چې د پولیسو له خوا ونیول شو.

کورنیو چارو وزارت د نیول شوي کس د هویت او دغه راز د هغه کس په اړه چې دغه پېژندپاڼې یې اخیستې څخه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 113333

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113333/

جمهور
  https://www.jomhornews.com