فاریاب کې ۱۰ طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

22 دلو 1397 ساعت 13:27

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې ۱۰ وسله وال طالبان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې ۱۰ وسله وال طالبان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه طالبان د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.

خبرپاڼه وايي، په تسلیم شویو وسله والو کې د هغوی یو قوماندان ملا ګل احمد هم شامل دی او دوی ټولو د حقیقت په درکولو سره له جګړې لاس اخیستی او افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 


د مطلب کود: 113337

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113337/

جمهور
  https://www.jomhornews.com