۰

د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۶
ټاکل شوې د ناټو دفاع وزیران د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د افغانستان د حالاتو د ارزولو په موخه سره جرګه شي.
د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
ټاکل شوې د ناټو دفاع وزیران د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د افغانستان د حالاتو د ارزولو په موخه سره جرګه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د ناټو سازمان دفاع وزیران به د راتلونکې چهارشبنې په ورځ د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې دوه ورځنۍ غونده ولري.

سرچینې وايي، په دغه غونده کې به د ناټو سازمان د ټولو ۲۹ غړو هېوادونو دفاع وزیران برخه ولي او د نورو موضوعاتو تر څنګ به د افغانستان وروستي حالات او دغه راز د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې روانه پروسه هم و ارزوي.

ویل کېږي په دې ناسته کې به د ناټو اړوند موضوعاتو، ننګونو او پرمختګونو باندې په تفصيل سره خبرې کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي