د ناټو دفاع وزیران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

22 دلو 1397 ساعت 13:36

ټاکل شوې د ناټو دفاع وزیران د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د افغانستان د حالاتو د ارزولو په موخه سره جرګه شي.


ټاکل شوې د ناټو دفاع وزیران د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه د افغانستان د حالاتو د ارزولو په موخه سره جرګه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د ناټو سازمان دفاع وزیران به د راتلونکې چهارشبنې په ورځ د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې دوه ورځنۍ غونده ولري.

سرچینې وايي، په دغه غونده کې به د ناټو سازمان د ټولو ۲۹ غړو هېوادونو دفاع وزیران برخه ولي او د نورو موضوعاتو تر څنګ به د افغانستان وروستي حالات او دغه راز د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې روانه پروسه هم و ارزوي.

ویل کېږي په دې ناسته کې به د ناټو اړوند موضوعاتو، ننګونو او پرمختګونو باندې په تفصيل سره خبرې کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113340

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113340/

جمهور
  https://www.jomhornews.com