د امریکا د دفاع سرپرست وزیر:

له ترهګرۍ سره مبارزه کې افغان ځواکونه یوازې نه پرېږدو

22 دلو 1397 ساعت 14:05

د امریکا د دفاع وزرات سرپرست پاتریک شاناهان له خپل افغان سیال اسدالله خالد سره لیدنه کې ویلي چې امریکا به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه وي.


د امریکا د دفاع وزرات سرپرست پاتریک شاناهان له خپل افغان سیال اسدالله خالد سره لیدنه کې ویلي چې امریکا به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاع وزارت سرپرست نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه پر یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.

نوموړي کابل کې د ځانګړو عملیاتو د قول اوردو په قومندانۍ کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت له سرپرست اسدالله خالد او نورو افغان پوځي چارواکو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي خالد د افغان پوځ وروستۍ لاس ته راوړڼې بیان کړې او د پوځ د پیاوړتیا، مسلکې ښوونې او روزنې په برخو کې یې د امریکا د نورو مرستو غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت سرپرست  پاتریک شاناهان له افغان پوځ سره د امریکا د مرستو ژمنه تکرار کړې ده او وايي امریکا به د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان پوځ تر څنګ ولاړه وي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغان پوځ د سمبالتیا او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه یوازي نه پریږدي.

هغه له دې وړاندې د سفر پر مهال له ورسره خبریالانو یوې وړې ډلې ته دا هم ویلي و، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل په امنیتي ګټو پورې تړاو لري او ده تر اوسه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په برخه کې کوم امر نه دی تر لاسه کړی.

د هغه په وینا امریکا په افغانستان او سیمه کې امنیتي ګټې لري او تر چې دغه ګټې خوندي شوي نه وي، د امریکايي ځواکونو ایستل کومه مانا نه لري.

ټاکل شوې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو تر څنګ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره هم وګوري او د افغان سولې او روانې جګړې په اړه ورسره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113345

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113345/

جمهور
  https://www.jomhornews.com