ننګرهار کې د جیش محمد وسله والې ډلې دوه غړي نیول شوي دي

22 دلو 1397 ساعت 14:34

د ملي امنیت لوی ریاست په ننګرهار ولایت کې د جیش محمد وسله والې ډلې د دوه غړو چې پاکستاني اتباع دي د نیولو خبر ورکوي.


د ملي امنیت لوی ریاست په ننګرهار ولایت کې د جیش محمد وسله والې ډلې د دوه غړو چې پاکستاني اتباع دي د نیولو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ریاست نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، د جیش محمد ډلې دغه غړي په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي.

سرچینه وايي نیول شوي کسان صدیق اکبر د صاحب زر او عطاالله د دولت محمد زوی دي، چې دوه پاکستانیان او په پاکستان کې د جیش محمد د وسله والې ډلې غړي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي دغه کسانو په خپل اعتراف کې ویلي، چې د پاکستان په کراچۍ او لاهور کې پر خپل کاروبار بوخت و، چې د جیش محمد د غړو له خوا دغه ډلې ته جذب کړی شول.

د ملي امنیت ریاست د نیول شویو کسانو له خولې لیکي، چې دوی د تیرا د مانسهرې د بلاکوټ په سیمه کې د جیش محمد په نظامي مرکز کې ترهګریزه زده کړې تر لاسه کړې او وروسته د همدې ډلې په لارښوونه افغانستان ته د ننه شول.

ملي امنیت وايي، دغه کسانو غوښتل په افغانستان کې پر ديپلوماتیکو هدفونو ځانمرګي او نور ډلیز وسله وال بریدونه پلان او تر سره کړي، خو د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113350

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113350/

جمهور
  https://www.jomhornews.com