مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ټاکل شوی

22 دلو 1397 ساعت 14:50

ارګ ته نېږدې سرچینې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تازه حکم پر اساس مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.


ارګ ته نېږدې سرچینې وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تازه حکم پر اساس مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په توګه ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې باوري سرچینې وايي، ښاغلی اندرابي به ډېر ژر په کورنیو چارو وزارت کې خپل دنده پیل کړي.

په خواله رسنیو هم دا خبر خپور شوی، چې ولسمشر غني مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکلی او ډېری کسانو پر دغه ټاکنه خوښي ښودلې ده.

مسعود اندرابي له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د سرپرست او مرستیال په توګه دندې تر سره کړي دي.

ویل کېږي هغه په ملي امنیت ریاست کې هم د پام وړ لاس ته راوړنې لري.

باید و ویل شي، چې د ویس احمد برمک له لرې کولو وروسته ولسمشر غني امرالله صالح د کورنیو چارو وزرات سرپرست وټاکه خو هغه له دوه اوونیو کار وروسته  د دې په خاطر چې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو له خپلې دندې استعفا ورکړه.

له ښاغلي صالح وروسته ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د بل سرپرست وزیر تر ټاکل کېدو پورې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه هم وټاکه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113351

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113351/

جمهور
  https://www.jomhornews.com