۰

د مجاهدینو د واکمنۍ دولت مشر صبغت الله مجددي ومړ

سی شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
پخوانی جهادي شخصیت، د مجاهدینو د حکومت لومړنۍ دولت مشر او د ملي نجات جبهې رهبر حضرت صبغت الله مجددي د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.
د مجاهدینو د واکمنۍ دولت مشر صبغت الله مجددي ومړ
پخوانی جهادي شخصیت، د مجاهدینو د حکومت لومړنۍ دولت مشر او د ملي نجات جبهې رهبر  حضرت صبغت الله مجددي د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حضرت صبغت الله مجددي تېره شپه (دوشنبې د سلواغې ۲۲مه) شاوخوا ۱۱ بجې د کابل په یوه روغتون کې سا پرې کړه.

مجددي د شوروي یرغل پر مهال جهاد او د افغانستان دفاع ته مټې رابډوهلې او د هغه وخت د افغان حکومت او روسې پر وړاندې یې د ملي جبهې په نوم ګوند جوړ.

د شوري له ماتې او د پخواني افغان حکومت له پاشل کېدو او کابل ته د مجاهدینو له داخلېدو سره سم حضرت صبغت الله مجددي د دریو میاشتو لپاره د مجاهدینو د حکومت لومړی دولت مشر وټاکل شو.

له کورنیو جګړو او د امریکا له خوا د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د ولسمشرۍ حامد کرزي په واکمنۍ کې مجدد له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۱ کال پورې د مشرانو جرګې د رییس په توګه پاتې شو.

تر هغې وروسته مجددي په کور ناست و، او زیاتره وخت به له ناروغۍ سره مخ تر دې، چې پرون شپه یې د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۴ کلونو په عمر سا پرې کړې.

مجددي په ۱۹۲۵ میلادي کال په کابل کې زېږدۍ او زده کړې یې د یني زده کړې یې د مصر په ازهر پوهنتون کې تر سره کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي