کرزي د سولې په تړاو د لویې مشورتې جرګې جوړېدو هرکلی وکړ

23 دلو 1397 ساعت 9:22

پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په تړاو د ولسمشر غني د هغه اعلان هرکلی وکړ، چې د سولې په تړاو یې د لویې مشورتي جرګې د جوړېدو لارښوونه وکړه.


پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په تړاو د ولسمشر غني د هغه اعلان هرکلی وکړ، چې د سولې په تړاو یې د لویې مشورتي جرګې د جوړېدو لارښوونه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې پرون یې په ارګ کې د سولې په تړاو یوې مشورتي غونډې ته وینا کوله و ویل، چې سوله د ولس لومړیتوب دی او په دې برخه کې باید سلا مشورې وي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د سولې د عالي شورا دارالانشا رییس محمد عمر داودزي ته سپارښته وکړه، چې د سولې په تړاو د کب میاشتې په وروستیو کې لویه مشورتي جرګه جوړه کړي، چې د هېواد د ټولو پاړکیو استازي په کې برخه ولري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه وړاندیز هرکلی کړی او ویلي یې دی، چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره لویه مشورتي جرګه ښه لار ده.

د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي« ما پر له پسې د لویې جرګې پر رابللو ټینګار کړی، زه د خلکو رول ته درناوی لرم او لویه جرګه له اوسنیو ستونزو زموږ د خلکو د خلاصون یوازینۍ لار ګڼم؛ اوس هم د تلپاتې سولې لپاره لویه جرګه ضروري ګڼم او ملاتړ یې اعلانوم.»

کرزي د ولسمشر غني له لوري د سولې د مشورتي لویې جرګې د دایرولو لپاره، چې ده یوازې د «مشورتي لویې جرګې» عبارت ورته کارولی، د عمر داوودزي ګومارنه هم مناسبه پرېکړه بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113362

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113362/

جمهور
  https://www.jomhornews.com