خلیلزاد د ناټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره پر افغان سوله غږېدلی

23 دلو 1397 ساعت 10:07

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ناټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ناټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی خلیلزاد پرون دوشنبې د فبروۍ ۱۰ مه د ۱۸ ورځو لپاره پر افغان سوله د خبرو په پار د سفر موزې پښو کړې.

نوموړی د دغه سفر په لومړي پړاو کې بلجیم ته رسېدلی او پلازمېنه بروکسل کې یې د ناټو سازمان له سرمنشي جینز سټولټنبرګ او له هغه وروسته د اروپايي ټولنې په مقر کې د دې ټولنې له مشرانو سره کتلي دي.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ناټو او اروپايي ټولنې له مشرانو سره يې پر افغان سولې خبرې وکړې او د خپلو هڅو په اړه يې هغوى ته معلومات ورکړل.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې دوى یوازې د سولې د تړون هڅې کوي، نه له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، بين الافغاني مذاکرات د ټولو لومړيتوب دى او په دې هڅو او د سولې ممکنه تړون کې به د ١٧ کلونو لاسته راوړنې ساتل کېږي.

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ په ټويټر کې ليکلي چې له زلمي خليلزاد سره يې پر افغان سولې پروسې ګټورې خبرې کړې دي.

د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ په افغانستان کې د ناټو روزنې ماموريت موخه دا ده چې هلته سولې ته حالات برابر کړي.

باید و ویل شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې خلیلزاد او ورسره پلاوی به د افغان سولې په تړاو افغانستان، قطر، پاکستان او ترکيې ته هم سفرونه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113366

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113366/

جمهور
  https://www.jomhornews.com