د پاکستان د مالیې وزیر:

له افغانستان پرته د پاکستان اقتصادي وده پراختیا نه شي کولی

23 دلو 1397 ساعت 10:10

د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر وايي، تر چې پاکستان له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزه اړیکې ښې او پراخې کړې نه وي، د پاکستان اقتصادي وده ناشونې ده.


د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر وايي، تر چې پاکستان له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزه اړیکې ښې او پراخې کړې نه وي، د پاکستان اقتصادي وده ناشونې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمر ویلي چې د پاکستان د اقتصادي ودې لپاره اړینه ده، چې له ګاونډي افغانستان سره ښې اړیکې ولري.

د هغه په وینا سره له دې چې پاکستان د چین سره اقتصادي دهلېزونه جوړ کړي، خو په خبره یې دا تر هغه پورې ګټور نه دي، چې پاکستان له افغانستان سره سوداګیریزه اړیکې پراخې کړې نه وي.

نوموړي ټینګار کړي، چې پاکستان اړ دی، چې د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا سره سوداګري وکړي او د دې لپاره پکار ده، چې اسلام آباد او کابل خبل سیاسیتونه بدل کړي او له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا ګامونه واخلي.

دغه راز هغه ویلي، له ایران سره هم د سوداګرۍ پراختیا ته اسلام اباد اړ دی او حکومت دې د اقتصادي ودې لپاره دغه مهم ګاونډي نه هیروي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په تازه وینا کې و ویل، چې افغانستان ګاونډیو په شمول له ټولو هېوادونو سره د فصل نه بلکې د وصل او پراخه سوداګریزه اړیکې غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113367

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113367/

جمهور
  https://www.jomhornews.com