د امریکا ددفاع سرپرست وزیر:

تر اوسه له افغانستان د سرتېرو د ایستلو امر نه دی راته شوی

23 دلو 1397 ساعت 10:18

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان وايي، تر اوسه یې له افغانستان د سرتېرو کمولو په اړه رسمي امر نه دی تر لاسه کړی.


د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان وايي، تر اوسه یې له افغانستان د سرتېرو کمولو په اړه رسمي امر نه دی تر لاسه کړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاناهان چې پرون دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه کابل ته په یوه ناڅاپي سفر راغلی و، دغه څرګندونې له خبریالانو سره خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت موخه دا ده، چې په افغانستان کې رونه جګړه پای ته ورسېږي او سوله وشي.

د هغه په وینا نو تر دې دمه یې د سرتېرو پر ایستلو جدي غور نه دی کړی او نه یې هم په رسمی توګه په دې برخه کې کوم فرمان تر لاسه کړی.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست ویلي، تر هغې چې سوله راځي امریکايي ځواکونه به د افغان پوځیانو تر څنګ ولاړ وي او د ترهګرۍ پر وړاندې به مبارزه کوي.

هغه ټینګار کړی، چې سوله د ټرمپ د حکومت لومړیتوب دی او ټول تمرکز پر همدې مسئله دی، ځکه نو تر اوسه د سرتېرو د ایستلو مسئله دومره جدي نه ده مطرح شوې.

باید و ویل شي، چې د امریکا سرپرست دفاع وزیر پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د افغانستان د ملي دفاع وزارت له سرپرست اسدالله خالد سره هم ولیدل او پر افغان سوله، د جګړې پر پای ته رسېدو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، راتلونکو ټاکنو او یو لړ نورو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 113368

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113368/

جمهور
  https://www.jomhornews.com