۰

کورنیو چارو وزارت جنرال دین محمد جرئت ۷۲ وخت ورکړی

سی شنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۴
د کورنیو چارو وزارت د ولسمشر سلاکار او د ملي امنیت شورا پخواني مرستیال جنرال دین محمد جرئت ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی، چې خپل غیز مسوول وسله وال کسان او حکومتي وسلې او وسایل پولیسو ته وسپاري.
کورنیو چارو وزارت جنرال دین محمد جرئت ۷۲ وخت ورکړی
د کورنیو چارو وزارت د ولسمشر سلاکار او د ملي امنیت شورا پخواني مرستیال جنرال دین محمد جرئت ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی، چې خپل غیز مسوول وسله وال کسان او حکومتي وسلې او وسایل پولیسو ته وسپاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي، څو تنه غیر مسوول وسله وال کسان چې په کابل کې د عامه نظم او قانون ماتونې سبب کېږي، د جنرال جرئت دي.

د یاد وزارت په ابلاغیه کې ویل شوي، دا چې پر ټولو د قانون تطبیق او د عامه نظم ساتنه د پولیسو دنده ده، نو د کورنیو چارو له جنرال دین محمد جرئت ورڅخه غواړي چې وسلې او پوځي وسایط له خپلو غیر قانوني وسله والو کسانو سره په ۷۲ ساعتونو کې د کابل پولیسو ته تسلیم کړي.

باید و ویل شي، چې امنیتي ځواکونو پرون د کارته پروان په سیمه کې د جنرال جرئت کور هم د تلاشۍ په موخه کلابند کړی و، خو هغه ورته ویلي و، چې خپلې وسلې او حکومتي وسایل به حکومت ته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي