ارګ:

انس حقاني زندان کې دی د خوشي کېدو په اړه یې هېڅ تصمیم نه دی نیول شوی

23 دلو 1397 ساعت 13:11

په داسې حال کې، چې وسله والو طالبانو له امریکا سره د خبرو د مرکچي پلاوي په نوي ټیم کې د انس حقاني نوم هم یاد کړی خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، انس حقاني په بند کې دی.


په داسې حال کې، چې وسله والو طالبانو له امریکا سره د خبرو د مرکچي پلاوي په نوي ټیم کې د انس حقاني نوم هم یاد کړی خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، انس حقاني په بند کې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو نن سه شنبې د سلواغې ۲۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغه طالب مشرانو نوم لړ خپور کړ، چې له امریکا سره به پر افغان سوله خبرې کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي د موضوع د اهمیت پر بنسټ د مشر هبة الله اخندزاده په لار ښوونه د سیاسي مرستیال ملا برادر اخند لخوا دا مذاکراتي ټیم تعین او په کار ګمارل شوی دی.

د طالبانو په دغه نوي ټاکل شوي مرکچي پلاوی کې شیرمحمدعباس ستانکزی، مولوي ضیاالرحمن مدني، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوی امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوی مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني،ملا نورالله نوري، مولوی محمدنبي عمري او ملا عبدالحق وثیق شامل دي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغه د ټیم مشري بیا هم د شېر محمد عباس ستانکزي په غاړه ده او دوی به له امریکا سره د سولې خبرې پر مخ وړي.

طالبانو په دې اړه چې انس حقاني به په څه ډول په خبرو کې ګډون کوي، څه نه دي ویلي.

خو ارګ وايي، انس حقاني د افغان دولت په بند کې دی او تر اوسه یې د خوشي کېدو په اړه هېڅ ډول تصمیم نه دی نیول شوی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي افغان حکومت د قانون پر تطبیق مکلف دی او هغه کسان چې د افغان ولس پر وړاندې د جرم مرتکب دي، په هېواد کې د نافذه قوانینو پر بنسټ به یې په اړه تصمیم نیول کېږي.

هغه ولس ته ډاډ ورکړی، چې د عدلت له پلي کولو ډاډه اوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 113383

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113383/

جمهور
  https://www.jomhornews.com