۰

د ټاکنیزو کمېسیونو ریسان او غړي له دندو لرې شول

چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۴۳
د ټاکنو د خپلواک کمېۍیون او د شکایتونو اورېدو کمېسیون رییسان او غړي د ولسمشر غني د فرمان په اساس له دندو لرې کړی شول.
د ټاکنیزو کمېسیونو ریسان او غړي له دندو لرې شول
د ټاکنو د خپلواک کمېۍیون او د شکایتونو اورېدو کمېسیون رییسان او غړي د ولسمشر غني د فرمان په اساس له دندو لرې کړی شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر په فرمان کې راغلي د ټاکنو په قانون کې د نوي تعدیل او توشیح پر بنسټ له نن «۲۳ د سلواغې» څخه وروسته د ټاکنو کمېسیونونو رییسان او غړي له دندو ګوښه شمېرل کېږي.

په فرمان کې دغه راز راغلي، چې په چارو کې د ځنډ د مخنیوي په موخه به د دواړو کمېسیونونو د دارالانشا رییسان د لنډې مودې لپاره د کمېسیونونو سرپرستي کوي.

فرمان کې ویل شوي، د ټاکنو د نوي قانون د ۱۳ مې مادې د احکامو له مخې، په عدلیې وزارت کې ثبت شوي سیاسي ګوندونه او په ټاکنو پورې د اړوندو مدني ټولنو بنسټونه د سلواغې له ۲۷ څخه وروسته تر اوو ورځو د دغه قانون په ۱۲ مه ماده کې په یادو شرایطو برابر کسان له خپلو اړوندو اسنادو سره د ټاکنیزو کمېسیونونو د دارالانشا د رییسانو د ټاکلو لپاره جمهوري ریاست ته معرفي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي