چین د تورخم دروازه په عصري شکل جوړوي

24 دلو 1397 ساعت 8:18

په کابل کې د چین سفارت وايي په پام کې لري، د تورخم سوداګیزه او ترانزیټي دروازه په عصري او پرمختلي شکل جوړه کړي.


په کابل کې د چین سفارت وايي په پام کې لري، د تورخم سوداګیزه او ترانزیټي دروازه په عصري او پرمختلي شکل جوړه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي له دغه کار یې موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او اسانتیا برابرول دي.

د چین سفارت زیاته کړې، چې په دغه سیمه کې به د تګ راتګ او خلکو د تم کېدو عصري ځایونه او سیستمونه جوړېږي او موخه یې هم د چین د راتلونکو سوداګریزو پروژو لپاره د اسانتیا برابرول دي.

د سرچینې پهوینا غواړي په دې توګه دغه لارې د چین-پاکستان له ستر اقتصادي دهلیز سره وصل شي او هدف یې دا دی، چې دغه ستره لار د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره و نښلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 113405

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/113405/

جمهور
  https://www.jomhornews.com