د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د ناټو سازمان به د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز ماموریت او ملاتړ ته دوام ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ دغه څرګندونې د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له جوړېدونکې غونډې وړاندې له خبریالانو سره خبرو کې وکړې.
هغه په خپلو خبرو کې و ویل، چې د افغانستان وضعیت له چیلنجونو سره مخ دی او ناټو به په دغه حالت کې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز ماموریت ته دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ناټو په افغانستان کې د سولې د ټنګښت یوې موافقې ته د رسېدو په لټه کې ده، نه د ځواکونو د ایستلو.
د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې نن چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونده جوړېدونکې ده.
په دغه غونډه کې به د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان، پر روان امنیتي وضعیت، سولې او له افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې اترې وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل