د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې به د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر منځ دوه ورځنۍ غونده نن چهارشنبې د سلواغې ۲۴ مه پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه دوه ورځنې غونده کې به د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه هم خبرې اترې وشي.
د ناټو چارواکي وايي، د افغانستان په اړه به یې خبرې اترې تر ډېره د سولې د روانې پروسې او دغه راز له افغانستان سره د ناټو تړون پر ملاتړ راڅرځي.
د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران به په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت هم وارزوي او پر هغو لارو چارو به خپل نظرونه شریک کړي چې څنګه کېدای شي چې د افغان امنیتي ځواکونو د لا ودې او مرستې لپاره ملاتړ په غوره توګه دوام ومومي.
جمهورخبري آژانس:کابل