۰
د امریکا د سنا د پوځي کمېتې مشر:

حکومت ته به اجازه ورنکړو چې سرتېري له افغانستانه وباسي

چهارشنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۱
د امریکا سنا جرګه کې د پوځي کمېتې مشر جیمز انهافي وايي، امریکايي حکومت ته به اجازه ورنکړي، چې دومره ژر له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.
حکومت ته به اجازه ورنکړو چې سرتېري له افغانستانه وباسي
د امریکا سنا جرګه کې د پوځي کمېتې مشر جیمز انهافي وايي، امریکايي حکومت ته به اجازه ورنکړي، چې دومره ژر له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جیمز انهافی رسنیو سره خبرو کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د حالاتو تر ښه کېدو مخکې امکان نه لري.

نوموړي ویلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون په روانو حالاتو پورې تړلی او نه شي کېدای دغه هېواد بې برخلیکه پرېښودل شي.

دغه امریکايي سناتور ټینګار کړی، چې امریکايي ځواکونه به افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي.

جیمز انهافې خبرداری ورکړی، که د امریکا ددفاع سرپرست وزیر بې وخته د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کوي، دوی یې پر وړاندې درېږي او د باور رایه به ور نه کړي.

د امریکا په سنا کې د وسله والو ځواکونو د کمېټې مشر په همدې تړاو د دفاعي بودیجې د ځنډولو او په هغه کې د ستونزو جوړولو ګواښ هم کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي