د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، که دغه دفتر په رسمیت وپېژندل شي نو د افغان سولې پروسه به نوره هم چټکه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو له امریکا سره د روانو خبرو په ترڅ کې د قطر دفتر د رسمیت غوښتنه کړې ده.
نوموړي تمه ښودلې چې ډېر ژر به دغه دفتر رسمي او له سیمې کېدو سره به د سولې د ګړندي کېدو په برخه کې خورا ډېره مرسته وکړي.
د یادونې ده، چې طالبانو هم په قطر کې له امریکایانو سره د تېرو ناستو او هم په مسکو کې له افغان سیاسیون سره د ناستې پر مهال د دوی د دفتر د په رسمیت پېژندولو غوښتنه کړې وه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وړمه ورځ هم په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې طالبان دې بین الاافغاني خبرو ته غاړه کېږدي افغان حکومت چمتو دی، چې دوی ته ان په کابل کې دفتر ورکړي.
طالبانو دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د قطر حکومت د افغان حکومت د اعتراض پر بنسټ طالبانو ته ویلي چې دغه دفتر د رسیمي اړیکو لپاره نه شي کارولی.
باید و ویل شي، چې د طالبانو د قطر دفتر په ۲۰۱۳ کال کې فعال شو، خو هغه مهال پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغه دفتر له رسمیت سره کلک مخالفت وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل